د روسیې جت الوتکو په برید کې سوریه کې ګن شمیر ملکي کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – سوریه: سوریه کې رسنې وایې چې د روسيې د جټ الوتکو په هوايي حملو کې د ٢١ ماشومانو په ګډون ٥٣ ملکي کسان وژل شوي دي.
رسنې چې د یوې څارګرې ډلې راپور له مخې لیکې وایې یاد کسان د سوريې د ختيځ په هغه کلي کې وژل شوي چې د داعش ډلې له خوا نيول شوي دي.
د رسنیو په وینا، د جت الوتکو دغه حمله تیره ورځ الزور ولایت کې ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د په هوایي بریدونو کې د ٢٠١١میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې تر ٣ لکه او ٣٠زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
وحید بیدار

Comments

Leave a Reply