د بالتیک په سمندرګي کې د چین او روسيي ګډ پوځي تمرينات

comments 0

0 Views

هندوکش- چین: د چینايي رسنیو د راپور له مخې روسي او چینايي بېړۍ په بالتیک سمندر کې ناټو هېوادونو ته څېرمه نظامي تمرینات پیلوي.
چینایی رسنیو وایی، د روسیې او چین نظامي بېړۍ به په دغه ګډ نظامي مانور کې برخه واخلي او په دې لړ کې به ډول ډول وسلې و ازمویل شي.
همدا راز ویل شوی دي چې د چینايي او روسي پوځيانو د تمریناتو موخه د کوم درېیم هېواد وېرول نه دي.
ویل کیږي په دغه تمریناتو کې څو روسي نوې بېړۍ چې په پرمختللو وسلو سمبال دي او درې چینايي بېړۍ برخه اخلي.
مهمه خبره دا دي چې دغه تمرینات د کالینینگراد په سیمه کې تر سره کېږي چې ناټو هېوادونو ته نږدې ده.
ویل کیږي دغه ګډ تمرینات به د روانې میلادي میاشتې په ۲۵ او ۲۷مه نیټه تر سره شي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply