د رسنیو اعتراض‌لیک ته د ارګ غبرګون

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ولسمشر د عامه اړیکو او اسټراتيژیکو چارو سلاکار وحید عمر نن په يوه خبري ناسته کې د رسنيو د مسوولانو د اعتراض‌ليک په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
وحيد عمر وايي، د رسنيو مسوولان بايد حکومت ته وضاحت ورکړي چې کومو بنسټونو په کوم کال کې له رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.
نوموړی زياتوي، يوازې د ولسمشر وياند صديق صديقي په تېرو ۶ مياشتو کې ۷۸۰ ځلې د خبريالانو ټليفونونو ته ځواب ورکړی او ۵۴ ځلې يې په ګرديو مېزونو کې ګډون کړی دی.
د ولسمشر وياند صديق صدیقي وايي، ځینې داسې موارد دي چې د معلوماتو په شريکولو کې ډلبنډۍ ته اړتيا لري.
د هېواد د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ يا نی مسوولان اطلاعاتو د لاس‌رسي هر ډول محدوديت د قانون پر خلاف بولي.
د ياد بنسټ رييس عبدالمجیب خلوتگر وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي وضعيت خرابه شوی دی.
نوموړی زياتوي، که اطلاعاتو ته لاس‌رسی موجود نه وي د بيان د ازادۍ په توګه د رسنيو ماهيت له منځه ځي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې د رسنيو د مسوولانو د اعتراض‌ليک په اړه غبرګون ښيي چې نن د يو شمېر رسنيو مسوولانو اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments