د راې ورکوونکو د ثبت نیټه معلومه شوه

comments 0

هندوکش – کابل: عبدالبدیع صیاد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دغه کمیسیون شفافو او پر وخت ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې د ټولو مرستندویه بنسټونو مرستې ته سترګې په لار دي.
نوموړي له ملګرو ملتونو، امنیتي ارګانونو، افغان حکومت او ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو ملاتړ وکړي او له ټاکنو کمیسیون سره د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
د ټاکنو کمیسیون مشر همدا راز وویل، چې د روانې حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه به د رایې ورکوونکو د ثبت نام لړۍ پیل شي او لومړنۍ چارې یې همدا اوس پيل شوې دي.
د صیاد په خبره د رایې ورکوونکو د ثبت نام کتابونه جوړ شوي او په نږدې ورځو کې ولایتونو او د ثبت مرکزونو ته لېږل کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments