د رای ورکوونکو نوم لیکنې نیټه بدله شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د راتلونکو ټاکنو د نوم لیکنې لپاره بله نېټه وټاکل شوه.
ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وایي، په ټاکلې نېټه چې د ثور شپږ ویشتمه وه، نوملیکنه ونه شوه او بله نېټه د جوزا میاشتې اتلسمه وټاکل شوه.
کمېسیون به د راتلونکې میاشتې په اتلسمه نوم لیکنه پيل کړي او هغو کسان به ثبت کړي چې تېرو ټاکنو کې یې نوم لیکنه نه ده کړې.
سادات وایي، د نوم لیکنې په تړاو هم د کمېسیون پرېکړه بدله شوې او بایومتریک نه کېږي.
ټاکنو کمېسیون ډاډه دی چې د ولسمشریزه ټاکنو لپاره یې چمتووالی نیولی او نور به مهالویش نه نقض کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments