د رای اچونې مرکزونو ته پولیس ورسیدل

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، سر له نن به امنیتي ځواکونه د ټاکنو په مرکزونو کې ځای پر ځای شي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو د امنیت دویم پړاو لپاره یې له پنځوس زرو زیات سرتیرو ګمارلو ته تابیا نیولې ده.
د چارواکو په وینا په ۱۹ هغو ولسوالیو کې چې له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دي عملیات هم پیل شوي.
کورنیو چارو وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی چې د رای اچونې په ورځ د هر ډول احتمالي ګډوډیو مخنیوي ته چمتووالی لري.
غوښتنه شوې چې رای اچوونکې دې په ډاډه زړه باندې د رایو مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې استازو ته دې رای ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments