د ذهني فشار او د کنټرول لارې

comments 0

خطاطي په ټولو تمدنونو او ټولنو کې تقریبا یو رقم اهمیت لري خو اوس یو تازه څیړنې ثابته کړي چې خطاطي په ذهن مثبت اغیز کوي.
یو تازه څیړنه چې د لندن ( UCL ) پوهنتون په ۵۰ زره تنو تر سره کړي هغه کسان چې کليګرافي یا خطاطي کوي ذهني سکون او په رواني حالت مثبت اغیز لري.
په دغو کسانو کې تقریبا ۷۰ ٪ خوش خط لیکونکي د نورو د ذهن د ارامتیا لپاره د خپل هنر څخه کار اخلي تر څو داسې خطاطي وکړي چې د نورو ذهن ارام کړي.
د برتانيې مشهور خطاط کریسن بیکر وايي، کله چې قلم ګرځوم، زور ورکوم او لاسونو ته چې کوم حرکات ورکوم زما ټوله توجه د شاوخوا کارونو څخه راګرځوي، خطاطي یو خاموشه تسکین ورکوونکي عمل ده. د بیکر سره د خطاطي ذدکړیلان هم وايي چې خطاطي یو خوشالونکي او اطمینان ورکوونکي عمل ده.
دې نه مخکې د تایوان پوهانو ویلی چې په چین کې د ډیر پخوا نه خطاطي د علاج ( تهراپي) لپاره استعمالیده چې ناروغ به د ژوز خفګان ( ډيپريشن ) نه لرې وه چې د شیزوفرینیا (ذهني خطرناکه ناروغتیا) په څیر خطرناک مرض څخه هم انسان بچ کوي. خطاطي يوازې په چین کې د تېرو کلونو په پرتله ۲۰ ٪ زیاتوالي موندلي.

Comments