د ذاکر نایک شتمنۍ ضبط کیږي

comments 0

هندوکش – هندوستان: د هند حکومت د ډاکتر ذاکر نایک د شتمنیو د ضبط امر کړی.
د هندوستان په ممبيي ښار کې د پلټنو یوې ځانګړې ادارې امر کړی چې، د اسلامي عالم ډاکتر ذاکر نایک یو شمېر شتمني دې په موقت ډول ضبط شي.
د هند حکومت په ممبیي ښار کې د ذاکر نایم د څلورو کورونو او یو سوداګریز مرکز د نیونې امر ورکړی چې په اړه به یې پلټنې ترسره شي.
د هند حکومت ویلي، دا کار د دې لپاره کوي څو مالومه کړي چې د نوموړي مالي سرچینې له کومه کېږي.
په ۲۰۱۶ کال کې هم د هند حکومت په ممبي ښار کې د ډاکتر ذاکر نایک اسلامي مرکز غیر قانوني اعلان کړی و.
محمد حنیف بیدار

Comments