د دیني علماوو پلاوی اسلام اباد ته تللی

comments 0

هندوکش – کابل: راپورونه وايي، د دیني عالمانو یو اووه کسیز پلاوی پاکستان ته تللی دی.
د سولې عالي شورا وایي، د دیني عالمانو د سراسري شورا ۷ کسیزه پلاوی اسلام اباد ته تللی، چې له پاکستاني علماو سره د یوې ګډې غونډې پر جوړولو خبرې وکړي.
د مالوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې غونډې پر جوړولو د اندونیزیا د دیني علماو په تیر کنفرانس کې موافقه شوې وه.
د سولې عالي شورا وایي، تر راتلونکو دوه ورځو به د دې ګډې غونډې د روانو خبرو او سلا مشورو پایله مالومه شي.
دیني علماء به د افغانستان د جګړې په تړاو خپل نظرونه څرګند کړي او تمه ده چې د افغان علماوو فتوا باندې هم بحث وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments