د دوو قضیو په تړاو درې تنه بغلان کې نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ بغلان: د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته په لېکل شوي خبرپاڼه کې وویل، چې د بغلان د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو منسوبینو د دوو بېلا بېلوعملیاتو پر ترڅ کې درې تنه د دوو قضیو په تړاو د مرکز پلخمري په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
بشارت وايي، یو تن د دوو مېرمنو په ټپي کېدو تورن دی، چې پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی او دوو نورو بیا د عامو خلکو په ځورونې، وسله والو غلاوو او ورته نورو جنایي پېښو کې لاس درلود، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
هغه زیاته وي، نیول شویو کسانو سره یو تفنچه او نور وسایل هم پولیسو لاسته ورغلي دي.
باید وویل شي، چې نیول شوي کسان به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
نجیبه سروري

Comments