د دوحې تړون چا مات او له خطر سره مخ کړو؟ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

امریکا او طالبانو د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري له ۲۹سره سمون خوري په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.
د دغه هوکړې تر ټولو مهم ټکي دا و:
لومړی: له طالبانو دا ضمانت اخیستل چې د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې به د افغانستان خاوره نه کاروي، د القاعده شبکې، داعش او نورو تروریستي شبکو سره به خپلې اړیکې په بشپړ ډول ختموي او د اړتیا په صورت کې به د دوی پر وړاندې عملیات هم کوي.
دویم: له افغانستانه په څوارلس میاشتو کې د ټولو بهرنیو ځواکونه وځي، چې لا هم دغه موده نده پوره شوې.
دریم: د بین الافغاني مذاکرتو پیل او د اوربند پر ټینګښت بحثونه او مشورې.
څلورم: د همدې هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده د ۵ زره طالب بندیانو او د طالبانو له بنده د زر تنه حکومتي بندیانو خلاصون.
که څه هم افغان حکومت د دغه تړون په امضاء کیدو کې هېڅ ډول ښکېلتیا نلرله او نه هم مجبور و، چې د دغه تړون مواد عملي کړي، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره زمینه مساعده شي، نو دغه تړون یې سولې ته د رسیدو لپاره مثبت ګام یاد کړو، پداسې حال کې چې د دغه تړون د امضاء پر ورځ یې خپل ملاحظات هم وړاندې کړل.
افغان حکومت د پوره څېړنو او سلا مشورو وروسته د طالبانو پنځ نیم زره بندیان خوشي کړل، خو طالبان هغه ژمنې ته چې خوشي بندیان به د جګړې لیکو ته نه ځي، ژمن پاتې نه شول، پخپله د طالبانو له رهبرۍ خوشي شویو طالبانو ته وویل چې جګړې ته لاړ شي.
په تړون کې یادونه شوې ده، چې په افغانستان کې به تاوتریخوالی کمیږي، خو بر عکس تاوتریخوالی له تېرو کلونو ډېر شو، طالبانو پر افغانانو خپلو بې رحمانه بریدونو ته دوام ور کړو، د کابل په شمول د افغانستان په ټولو لویو ښارونو او کلیو کې هدفي وژنې، د سړک غاړې ماینونه، هاوان او ځانمرګي بریدونه د زرګونو افغانانو د مړینې او ټپي کیدو سبب شول.
افغان حکومت په لسګونو داسې کسان ونیول چې په وروستیو هدفي وژنو کې یې لاس درلود، په غزني کې د خبریال رحمت الله اندړ قاتل هغه طالب را وخوت، چې افغان حکومت د پنځه زره بندیانو په ډله کې خوشی کړی، د دې تر څنګ د حقاني او داعش داسې ګډې هستې ونیول شوې، چې هدفي بریدونه یې کول، د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د القاعده شبکې دویم مهم مشر وواژه، پدې معنې چې داعش او القاعده سره د طالبانو اړیکې لا هم شته، چې دا ناټو، ملګري ملتونه او پخپله امریکا په بار، بار ویلي او موږ او تاسې یې شاهدان یو.
د سولې له خبرو تېښته، د اوربند نه منل او بالاخره د خبرو له مېز بهرنیو هېوادونو ته سفرونه، د جګړو زیاتول، د حقاني او القاعده سره اړیکې دا ټول سبب شول، چې ناټو د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه ونه کړه، امریکا د دوحې تړون د ارزولو اعلان وکړو او د افغانستان حکومت وایي چې دې تړون د افغانستان خلکو ته له زیان پرته بله کومه ګټه نه‌ده رسولې.
اوس نو دغه سوال بیخي حل دی، چې د دوحې تړون ته څوک زیان اړوي او څوک به سبب کیږي چې دغه تړون مات کړي؟

Comments