د درې ولایتونو سړکونه جوړیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټولګټو وزارت د هغو ولایتونو لپاره د سړکونو جوړولو هوکړې لاسلیک کړې چې په تېرو کلونو کې له پامه غورځول شوي.
پکتیکا، لغمان، نیمروز او نورستان هغه ولایتونه دي چې د ټولګټو وزارت به پکې سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي.
د ټولګټو وزیر یما یاري په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې وویل چې د پکتیکا او لغمان ولایتونو سړکونه په اساسي ډول قیر جوړیږي او په نورستان کې یو سړک باندې بیا جغل اچول کیږي.
د دې سړکونو اوږدوالی ۵۴ کیلو میټره ښودل شوی چې بودجه یې افغان دولت او نړیوال باندې په شریکه ورکوي.
د ټولګټو وزارت وایي، د دې سړکونو قراردادیانو ته یې اولس میاشتې وخت ورکړی چې کارونه په معیاري ډول سر ته ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments