د درې نورو ولایتونو پایلې اعلان شوې

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون د ۳ نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات ویلي، شکایتونو کمېسیون دوی ته د پنجشېر، کاپیسا او سرپل ولایتونو لېست سپارلی او دوی له تخنیکي ارزونې وروسته وروستۍ پایلې اعلان کړې.
سادات ويلي، یوازې د سرپل په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی او د کاپیسا او پنجشېر ولایتونو لومړنی لېست د اعتبار وړ دی.
تر دې د مخه هم د نهو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې وې چې یواځې ارزګان کې د یوې ښځې پر ځآی بله راغلې وه او نور لیست بدلون نه و کړی.
د سادات په خبره، ډېر ژر به د پاتې نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments