د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې څه باندې ١٠ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول

comments 0

هندوکش ــ دایکندي: دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د دایکندي ولایت په ”کجران“ ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په دې عملیاتو کې د اردکلان، دیرواند، تنګی، سد مني، ارګین، پت ګګ، بالادشت، سفلا، کندي، اولیا او ماجراګک کلي د طالب ترهګرو له شتون څخه پاک شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې ١٤ طالب ترهګر وژل شوي او ١٧ نور ټپیان شوي دي.
همدا راز ٤ تنه طالبان نیول شوي او یو شمیر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته راغلي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments