د دایکندي ولایت اوسیدونکو د سولې غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ دایکندي: په دایکندي ولایت کې ځوانانو، مېرمنو او د مدني ټولنو استازو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
په یاده ناسته کې ځوانانو د سولې ملي پروسې د بریالي کیدو لپاره د قومونو په یووالي ټینګار وکړ اوغوښتنه یې وکړه چې په خپلو منځونو کې سره متحد شئ.
د یادې غونډې ګډونوالو په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې تاوتریخوالي ودروئ او له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته غاړه کیږدئ.
شاه رسول غزنوي

Comments