د دایکندي اوسیدونکي له طالبانو اوربند غواړي

comments 0

هندوکش ــ دایکندي: د د ایکندي ولایت اوسیدونکو، له وسلوالو طالبانو څخه غوښتي دي،چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړئ او تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کیږدئ.
دوی وایي، طالبان دې د سولې په تړاو رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او له جګړې دې لاس واخلي.
دوی همدا راز افغان ځواکونه د سولې ملي پروسې لپاره ژمن وبلل او له وسلوالو یې وغوښتل، چې دسولې په برخه کې په کړو ژمنو ته دعمل جامه ورواغوندي.
د یادونې وړ ده، چې وسلوالو طالبانو د هېواد په بیلو، بیلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه او د ملکي وګړو په وژنو لاس پورې کړی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments