د دایوس غونډه او د افغان حکومت دریځ / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

سویس کې د دایوس اقتصادي غونډه چې ولسمشر غني په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و، له افغانستان سره د بیلابیلو برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.
د دې غونډې په حاشیه کې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو یې خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې د بګرام هوایي ډګر د لیدنې موضوعات بیا یاد شوي چې څنګه کیدلی شي افغانستان کې وضعیت ښه، د سولې خبرې پایله ورکړي او جګړه پای ته ورسیږي.
ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ، په ځانګړي ډول د داعش په وړاندې مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو ستاینه وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز د دې غونډې حاشیه کې له رسنیو سره خبرو کې تفصیلي مالومات ورکړي، لاس ته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو باندې غیږیدلی دی.
ولسمشر د سیمې په هېوادونو او نړیوالو غږ کړی چې افغانان غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ د همکارۍ په ډګر بدل شي، نه د منفي رقابتونو په ډګر، ولسمشر اشاره په افغانستان کې نیابتي جګړې ته وه چې د ټولو لپاره یې ګواښ رامنځ ته کړی او د نړیوال تروریزم لپاره بستر هم طالبانو جوړ کړی دی.
ولسمشرغني د بهرنیو ځواکونو د وتلو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکا موضوع او پالیسي امریکا پورې اړه لري، په سیمه کې ځينې خلک شته چې د امریکايي ځواکونو وتل غواړي، خو ځینې نور بیا شته چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور یوه اړتیا بولی.
ولسمشر په افغانستان کې د زراعت او صادراتو پراختیا ته اشاره درلودله چې ځنغوزي د افغانستان تولید او محصول دی، په دې برخه کې افغانستان له چین سره د ۲ میلیارده ډالرو هوکړه لاسلیک کړې او دا په زراعتي برخه کې یو انقلاب دی چې تېرو کلونو کې نه و راغلی.
ولسمشر یو ځل بیا د اسیا څلور لارې ته اشاره وکړه چې افغانستان د اسیا په څلور لارې بدلیدونکی او یا بدل شوی، لکه د لاجوردو لار زمونږ لپاره یو ښه بدیل دی زمونږ تکیه اوس په کراچۍ کمه شوې ده.
ولسمشر په خپلو خبرو کې منلې چې ستونزې په نړیواله کچه شته، خو افغانان اوس د سویلي اسیا په سطحه فکر کوي، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ همکاري باید لا پیاوړې شي او افغانستان په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي او ورته چمتو دی.
ولسمشر د طالبانو جګړې په اشارې وویل چې په قطر کې د طالبانو مشران ناست دي، دوه او درې ښځې لري، هوسا ژوند لري، اولادونه یې زده کړې کوي، خو پردي اولادونه په کاذبو تبلیغاتو جګړې ته هڅوي.
دا اوس ټولو ته مالومه شوې چې د طالبانو مشران خپل جنګیالي په یو او بل نوم تېر باسي او د جګړې له درکه د طالب مشرانو هوسا ژوند برابر دی، که جګړه نه وي د طالبانو مشران بیا هيڅکله داسې مجلل ژوند نه شي درلودلی.
طالب مشران چې د سولې پروسه یې یرغمل کړې، داسې سوله نه کوي چې د دوی شخصي ګټې په خطر کې وي، د طالبانو مشران د ځان لپاره لابي کوي، نه د افغانستان کیسه کې دي او نه هم د خپلو وسله والو.

Comments