د داعش ډلې مهم قوماندان ډاکتر سبا ګل ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايتي چارواکو خبریال ډاټ کام ته وویل د خوږياڼو ولسوالۍ تنګي سيمه کې تېره ورځ ناوخته د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش وسله والو مهم قومندان ډاکتر سباګل ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبریال ډاټ کام ته زیاته کړه : د مالوماتو له مخې ډاکتر سبا ګل چې د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو، په چپرهار او هسکې مېنې ولسواليو او مرکز جلال اباد ښار کې د انسان وژنې، ماین جوړونې او بمي چاودنو ترسره کولو او ګڼ شمیر نورو تروریستي پېښو او فعالیتونو کې لاس درلود.
د یو بل خبر له مخې د خوږیاڼو په زاوې سیمه کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې چارواکي د شل وسله وال طالبان د وژل کیدو، او د طالبانو د دوه مرکزونه د تخریب کیدوخبر هم ورکوي
همداراز چارواکي وايي چې په يادو مرکزونو کې د طالب جنګیالیو ګڼ شمیر درنې او سپکې وسلې لمنځه تللي دي .
دیادونې وړ ده چې د دغه دواړوپېښو په اړه نه هم داعېش او نه هم طالبانو لا تر دي دمه څه ویلي.
فرهاد شهراني
سرچینه: خبریال

Comments