د داعش په لیکو کې د مخالفت اوازې او د شپې پاڼو ويش

comments 0

د را رسیدلو معلومات پر بنسټ داعش غړو په سرپل،جوزجان او فارياب کې داعش د نوي ټاکل شوي خپل سري امیر اسلم فاروقي پر ضد شپې پاڼې ويشلي دي.
دغه شپې پاڼې چې د معاویه ازبکستاني له آدرسه خپاره شوي دي پکې راغلي چې مونږ هغه څوګ چې استخباراتي کړیو ته خدمت کوي او د داعش رهبری لخوا نه وي ګمارل شوې نه منو او دا څرګنده وه چې دا ځل باید بهرنې غری افغانستان کې د داعش مسول شي.
کوم لیک چې رسنیو لاس ته رسیدلې پکې راغلي چې اسلم فاروقې د جاسوسانو غړې دې او آی اس آی یا د پاکستان استخباراتي شبکې لخوا ګمار شوې دې.
داعشیانو چې پکې ازبکان، چچنیان، عربان، تاجکستانیان او د چین ایغوریان شامل دي وایي مونږ یواځې د معاویه ازبکستاني رهبرې تر لاندې کار کوو او اسلم فاروقي چې پخوا د طالبانو یو منل شوې غړې وه اوس غواړي د داعش په جامو کې په خلکو ظلم او وحشت وکړ
داعشي سرچينې وايي چې د پاکستان استخبارات د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو په هڅه کې ده او کوښښ کوي د داعش له نومه په استفادې په وحشتونو لاس پورې کړي.

Comments

Leave a Reply