د داعش په تړاو د بریتانیا انديښنې

comments 0

هندوکش – بریتانیا: د بريتانیا پوځ وایي، په افغانستان کې داعش جنګیالي د بریټانیا له ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري.
د بریټانیا دفاع وزیر ګوین ویلیمسن ویلي، داسې ثبوتونه شته چې افغانستان کې د داعش جنګیالي نه یوازې د بریټانیا ترهګریزو ډلو سره بلکې اروپا مېشتو ترهګریزو ډلو سره هم اړیکې لري.
د بریتانیا د دفاع وزیر چې کابل ته راغلی و دا مالومات یې ترلاسه کړي دي.
تر دې د مخه افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مخکیني قوماندان هغه څرګندونې رد کړې چې ګنې داعش ډله په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې ده.
افغان ځواکونه چې اوس په افغانستان کې له داعش ډلې سره په جګړه ده، زیاتو برخو کې یې له سختو ماتې سره مخ کړې.
فکور نعیمي

Comments