د داعش له ویرې بې ځایه شویو سره دولت مرسته وکړه

comments 0

شویو ۵۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې لومړني توکي پرې ځان ته راونیسي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، والي محمد ګلاب منګل په سپارښتنه د کډوالو چارو رياست په هڅو د IRC ادارې له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ پر ۵۵ بې ځایه شوو کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته شپږ – شپږ زره افغانۍ ورکړل شوې.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د خوږياڼو ولسوالۍ پر بې ځايه شوو کورنيو به خوراکي توکي هم وويشي.

Comments

Leave a Reply