د داعش د جلب جذب مهم کسان وژل شوي

comments 0

هندوکش – نورستان: د نورستان ولایت مقام وايي، وانټ وایګل ولسوالۍ کې د داعش په هغو دریو کسانو امریکایي الوتکې برید کړی چې داعش ډلې ته به یې کسان جذبول .
د نورستان والي وایي، برید بې پيلوټه الوتکې کړی چې د داعش درې مهم کسان پکې وژل شوي دي.
د مالوماتو په اساس، نورستان کې داعش ډله په جلب او جذب بوخته ده، خو د افغان او بهرنیو ځواکونو تر څار لاندې ده او کله کله په نخښه کیږي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply