د داعش د استخباراتو مسول او څو پاکستانيان وژل شوي

comments 0

 

هندوکش: په ننګرهار کې د اچين ولسوالۍ د ماموند درې په شلخي سیمه کې تیره شپه د ملي امنيت صفر دوه قطعې عملیات کړي دي چې ۲۷ داعشیان پکې وژل شوي دي.

په وژل شویو داعشیانو کې ددې  ډلې د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی،په اچین کې د جګړې مسؤل سعید عمر،شاهد او هادی اورکزی هم شامل دي .

یاده دې وي چې د ملی امنيت منسوبینو ته په دې موخه ایزو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Comments