د داعشیانو یو قاضي وژل شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: له ننګرهار څخه راپورونه وایي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یو قاضي په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي .
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایې، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پیل شوو سیلاب ۴ په عملیاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د داعش ډلې د یو قاضي بصیر چې مشهور په شرافت وو،په ګډون ۵ داعش جنګیالي ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول
د دې عملیاتو پر مهال عمر کلی،معلم خېل، سپین راغه او مشرانو غونډې سیمې هم د داعش له شتون څخه پاکې شوي.
خوږیاڼی وایې همدا راز د هیروینو دوه فابریکې هم تخریب شوي دي.
عمران احمدزي

Comments

Leave a Reply