د داعش، لشکر طیبه، حقاني شبکې او طالبانو د ګډو بریدونو له کبله سلګونو سیکانو او هندوانو غزنی پرېښی

comments 0

هندوکش ــ غزني: د غزني د سیکانو په یوه عبادت‌ځای کې چې پخوا به سلګونو سیکانو په‌کې خپل مذهبي مراسم جوړول، اوس یې ډېر کم شمېر هلته ورځي. له هغه وروسته چې په هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې او په ۱۳۹۷ کال کې د غزني ښار ځینې برخې سقوط شوې، دغو مذهبي لږکیو غزنی پرېښود.
سوربي سینګ چې له کلونو راهیسې په غزني ښار کې اوسېږي وايي، تر وروستیو څو کلونو پورې په دغه ولایت کې ۵۰۰ سیکان اوسېدل، خو اوس یې یوازې ۱۰۰ تنه پاتې دي.
هغه له غزني نه د سیکانو او هندوانو د کډه کېدو لامل د طالبانو، حقاني شبکې، لشکر طیبه او داعش ګډ بریدونه بولي چې پر دوی یې کوي.
هغه وايي، د ناامنیو دوام یې اړ باسي چې په ډکو سترګو او خوړین زړه په افغانستان کې څور زره‌کلن ژوند پای ته ورسوي.
دغه قومي او مذهبي لږکي چې د غزني په ښار او ولسوالیو کې اوسېدول، ډېری یې پر دوکان‌دارۍ او سنتي طب بوخت وو.
هندوان او سیکان په غزني کې پنځه عبادت‌‌ځایونه او کرنیزې ځمکې او کورونه لري چې ځینې یې پلورلې دي.
د یادونې ده چې د هېواد سیکانو او هندوانو د کابل په شوربازار سیمه کې د دوی پر عبادت‌ځای د وسله‌والو له برید وروسته په یوه لیک کې د هند له سفارت نه وغوښتل چې افغانستان پرېږدي. دا برید د سږ کال په وري میاشت کې د سیکانو پر عبادت‌ځای وشو چې په ښکاره یې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.
شاوخوا ۷۰۰ سیکانو په یاد لیک کې لیکلي و چې نور نه غواړي په افغانستان کې واوسېږي.
شاه رسول غزنوي

Comments