يو خاوند خپله میرمن وژلې

comments 0

0 Views

هندوکش – سرپل: په سرپل کې يو خاوند په ډير وحشيانه ډول د روژې په مبارکه مياشت کې خپله میرمن وژلې.

د ښځو چارو ریسه ميرمن نسیمه وایي چې تیره ورځ یو تنخپله ښځه په ډیر بی رحمي په دغه ولایت کې وژلې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د مړینې سټر لامل د ښځې نافرماني له خپل خاوند وه نو ځکه وژل شوی ده.
کله چې میرمن نسیمې نه د نافرماني علت وپوښتل شو نو نوموړي وویل: «ښځه چې د روژه ماتي تیارول په کار بوخت وه ماشوم یې ژړل نو خاوند یې وویل چې ماشوم غلې کړه ښځې وویل چې زه په کار بوخته یم نو د ښځې خاوند لومړې خپل ماشوم ووهه او له هغې وروسته خپل ښځه یې چاقو په وسیله ووژله».
د نسیمې په وینا اوس مهال د ښځې جسد د سرپل ولایتي شفاخانې کی دې.

ياده دې وي چې په افغانستان کې له میرمنو سره زور زياتی او ددوی وژل نوې ښکارنده نه ده بلکه د هرې ورځې په تيريدو سره له میرمنو سره زور زياتی ډيریږي.
نجیب سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply