د خوړو نړیوال پروګرام: نړۍ د “پراخې او تاریخي” لوږې له خطر سره مخ ده

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، نړۍ د کورونا وېروس د وبا له امله د “پراخې او تاریخي لوږې” له خطر سره مخ ده.
دا اداره په یوه رپوټ کې اټکلوي، له لوږې سره مخ ۱۳۵ میلیونه کسان به تر ۲۵۰ میلیونو پورې ورسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له جګړې، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلون اغېزمن لس هېوادونه له خورا ډېر خطر سره مخ دي.
د خوړو کړکېچ څلورم نړیوال کلني رپوټ کې یمن، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، افغانستان، وینزویلا، ایتوپیا، سوېلي سوډان، سوډان، سوریه، نایجیریا او هیټي ته ډېره اشاره شوې ده.
د دې رپوټ له مخې سوېلي سوډان کې ۶۱ سلنه وګړي له تېر کال را هیسې د خوړو کړکېچ سره لاس ګرېوان دي.
ان له روانې وبا مخکې د ختیځې افریقا او سوېلي اسیا ځینې برخې د وچکالۍ او تېرو څو لسیزو کې د ملخانو د خورا بد تېري له امله د خوړو له سخت کمښت سره مخ وې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویډیو کانفرنس کې ښاغلي بیسلي وویل، نړۍ باید هوښیارانه او چټک ګام پورته کړي:
“موږ څو میاشتو کې له څو ډوله لوږې سره مخ کېدلی شو، حقیقت دا دی چې وخت را سره یاري نه کوي”.
هغه زیاته کړه: “زه باوري یم چې خپلو مهارتونو او ملګرتیا سره، ډلې او اړین پروګرامونه سره یو ځایولی شو، چې باوري کړو، کووېډ-۱۹ وبا په انساني او د خوړو کړکېچ په ناورین بدلېدلی نه شي”.
د خوړو نړیوال پروګرام مخکښ اقتصادپوه عارف حسین هم وایي، د وبا اقتصادي اغېز د هغو میلیونونو خلکو لپاره خورا بوږنوونکی دی چې لا د مخه له ستوني نیول شوي دي:
د نوموړي په خبره،”د هغو ډېرو میلیونو خلکو لپاره یو څټک دی چې یوازې هغه وخت خوراک کولی شي چې ورځانه کار وکړي”.
“محدودیتونو او نړیوال اقتصادي کړکېچ لا د مخه د دوی د ځالې هګۍ کمې کړې دي. د کووېډ-۱۹ په څېر یوازې یوه بل ګوزار ته اړتیا لري چې د کړنګ غاړې ته یې ټېل وهي. موږ باید د دې نړیوال انساني ناورین د اغېز کمولو لپاره اوس ګډ کار وکړو”.
فکور نعیمي

Comments