د خوست یو اوسیدونکي د نجونو ښوونځي ته ۲ جریبه ځمکه ورکړه

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست په تڼیو کې د وکیل شاه خان په نوم یو کس د ښوونځي د ودانۍ لپاره خپله دوه جریبه ځمکه وقف کړې ده.
دا ځمکه چې ۵ میلیونه افغانۍ قیمت لري، د وکیل شاه له لوري د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ دُور ملکې کلي د نجونو ښوونځي ته مفته وقف شوېده.
د نجونو د ښوونځي لپاره په دغه وقف شوې ځمکه اوس ودانیزې چارې هم روانې دي چې وکیل شاه خان په کې له خپلو زامنو سره یو ځای کار کوي.
‏دی وایي، په کلي کې یې د نجونو ښوونځي لپاره هېڅ ځمکه نه وه او دې حالت سخت ځورولی و: (( د خپل وطني احساس له مخې مې وغوښتل چې د خپل کلي ښوونځي ته باید له هر ډول امتیاز پرته ځمکه ورکړم، زه ژمنه کوم چې یو څه ځمکه نوره هم لرم که ورته ضرورت شو هغه به هم د معارف لپاره وقف کړم.))
دا لومړی ځل ندی، چې په خوست کې د ښوونځیو لپاره خپله شخصي ځمکه وقف کوي، بلکې لدې وړاندې ورته کار د دغه ولایت د کربزو ولسوالی اوسیدونکي هم کړی و.
عمران احمدزی

Comments