د خوست په جګړې کې د پاکستان پوځ څلور تنه نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – خوست: خوست کې د افغان او پاکستان امنیتي ځواکونو په نښتو کې ملګې وګړو تر څنګ د پاکستان پوځ درې تنه وژل شوي او څلور نور اسیران نیول شوي دي.
د خوست ولایت امنیتي چارواکو په وینا، یک شنبې سهار اته بجې پاکستاني ځواکونو د ځاځي ميدان ولسوالۍ په درېيو نقطو کې پر پوستو بريدونه کړي وو.
د خوست ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالحنان ځدراڼ وویل، چې پاکستاني ځواکونو د لنډو غرو، نازو غر او خاونه غونډۍ پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل چې د افغان ځواکونو له ځوابي بريدونو سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو بريدونو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ولایت ویاند هم نښته تاییده کړې او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې یې خواشینې څرګنده کړې ده.
د پاکستان لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
عمران احمدزې

Comments