د خوست پر حملې د طالبانو اعتراف: د امریکایانو سره به د تړون له مخې چلند کیږي؛ پر افغانانو بریدونه پیلوو

comments 0

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د امریکایانو سره به د تړون پر اساس چلند کیږي، خو پر افغانانو به بریدونه دوام پیدا کړي، د طالبانو د دغه څرګندونو سره همهاله د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالی د لوبو په میدان کې پرون ماذدیګر چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
مرګ ژوبله یوازې عامو خلکو ته اوښتې ده.
مجاهد په عین حال کې د خوست پر حملې اعتراف کوي او وايي چې خلک له اورکمه خوشاله دي خو د دې معنا دا نه ده چې دوی به د معمول په شان له جنګي عملیاتو لاس اخلي.
ده دا هم ویلي چې طالبان به د پخوا په شان بریدونو ته شدت ورکړي.
د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس طالبان باید تشدد کم کړي او امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړي.
امریکا په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېدل سخت غبرګون به وښيي.
د طالبانو له لوري د موافقې سرغړاوی او د ذبیح الله مجاهد له څرګندونو داسې ښکاریي چې دا ډله لا هم سولې ته حاضره نه ده.
طالب مشران فکر کوي چې که جګړه سړه کړي ممکن د دوی جنکیالي د تل لپاره له جنګه لاس واخلي.

Comments