د خوست هوايي ډګر ته په لومړي ځل نړیوالې الوتنې پیل شوې

comments 0

هندوکش ـ خوست: د افغانستان ملکي هوايي چلن اداره وايي، د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د خوست ملکي هوايي ډګر ته نن( د جون ۲۱) لومړنۍ نړیواله الوتنه ترسره شوه.
دغه هوایي ډګر ته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه کې نن سهار د متحده عربي اماراتو له دوبۍ اتیا افغان مساپر لېږدول شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل رسنیو ته ویلي، دغه هوايي ډګر هغه ټول امکانات لري، چې نړیوالو الوتنو ته په کار دي.
ښاغلی منګل وايي، په نږدې راتلونکې کې به له دغه هوايي ډګره د هېواد نورو ولایتونو او او همدا راز نورو هېوادونو ته هم الوتنې کېږي.
د سوېل ختیځو ولایتونو په تېره خوست ډېر شمېر خلک په متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو کې مسافر دي.
دوی له ډېر وخت غوښتنه درلوده چې خوست کې هوایي ډګر جوړېدو سره د دغه ولایت او عربي هېوادونو په تېره دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل شي.
د سیمې خلکو او چارواکو خوست هوايي ډګر ته له دوبۍ د لومړنۍ الوتنې هرکلی کړی دی.
د خوست ځینې اوسېدونکو خوست هوايي ډګر ته له بهر د لومړنۍ الوتکې راتلو لپاره ملي اتڼ هم وکړ.
خواله رسنیو کې هم دې پرمختیا ته پراخ غبرګون ښودل شوی دی.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی خپل فیسبوک کې لیکي:
“د لویې پکتیا د یوه اوسیدونکي په توګه چې د خوست هوايي ډګر جوړیدل او د نړیوالو الوتنو پیل مې یو ارمان و، چې بلاخره نن زما، د خوست او په ټوله کې د لویې پکتیا ولسونو د کلونو دا ارمان پوره شو.”
د افغانستان ملکي هوایي چلن اداره وایي، خوست هوایي ډګر د دې لپاره جوړ شوی چې د خوست اوسېدونکي پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته الوتکو کې تګ راتګ وکړي.
د خوست هوایي ډګر جوړولو چارې پر ۱۳۹۰ کال پیل او تر روان لمریز کال پورې روانې وې.
دغه هوايي ډګر ته روان لمریز کال کورنۍ الوتنې پیل شوې.
عمران احمدزی

Comments