د خوست اوسیدونکو د جمهوریت په ملاتړ سولیز لاریون وکړ

comments 0

هندوکش ـ خوست: په خوست ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د جمهوریت ملاتړ وکړ او د موقت حکومت په اړه د طالبانو د سیاسي دفترغړي عباس ستانکزی څرګندونې په سختو ټکو سره وغندلې.
لاریونوالو زیاته کړه، په هېواد کې هغه سوله غواړو، چې جمهوریت او شته نظام په کې حفظ او داسې سوله نه غواړو، چې د نظام په قیمت راځي.
دوی همدا راز زیاته کړه، چې طالبان سوله نه غواړي او په یاده پروسه کې بهانې لټوي.
عمران احمدزی

Comments