د خلیلزاد سفر پای ته ورسید

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه.
خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي، پاکستان کې یې ګټورې لیدنې درلودلې او د سولې خبرې په سم لوري روانې دي.
خلیلزاد ویلي، تمه لري چې د پاکستان روانې هڅې به سولې برخه کې د ګټورو پایلو لامل شي.
خلیلزاد پاکستان ته تیره اونۍ تللی و او څو ورځې هلته پاتې شو چې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون یې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments