د خلکو اوږد انتظار پای ته ورسید//عبدالمنان توحیدیار

comments 0

بلاخره د افغانانو اوږد انتظار پای ته ورسید او د ټاکنو کمېسیون  د ولسمشریزه ټاکنو لومړنۍ پایلې درې میاشتې وروسته اعلان شوې.

افغانان په تمه و چې راتلونکی ولسمشر به یې څوک وي، تراوسه بشپړه مالومه نه ده، خو یو څه روښانه شول چې نهایي پایلو اعلان ته لار هواره شوه او زیات امکان شته چې لومړی پړاو ګټونکی ولري او دویم پړاو ټاکنو ته ضرورت پيدا نه شي.

د ټاکنو پروسه کې باید د افغان ځواکونو میړانه هیره نه شي، همدا امنیتي او دفاعي ځواکونه و چې خلکو ته یې زمینه برابره کړه چې د رای اچونې مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړي.

افغان ځواکونو ثابته کړه چې د افغانانو د ارادې مخه هیڅوک نه شي نیولی او افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هر ډول ملي پروسو لپاره امنیت خوندي او د افغانانو دښمنان مخ تورن کړي.

د دې پایلو مخکښ نوماند اشرف غني دی چې پنځوس اعشاریه څلور شپيته سلنه رای یې پوره کړي دي.

اشرف غني لومړنیو پایلو کې بریالی دی، خو لا وروستۍ پایلې پاتې دي چې د بریالی کس اعلان او د لوړې مراسم ترسره کړي.

محمد اشرف غني  ۹۲۳۸۶۸ رایې چې ۵۰ شاریه ۶۴ سلنه کیږي

عبدالله عبدالله ۷۲۰۹۹۰  رایې  چې ۳۹ اشاریه ۵۲ سلنه کیږي

ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۲ رایې  چې ۳ اشاریه ۸۵ سلنه کیږي

رحمت الله نبیل ۳۳۹۲۱ رایې چې ۱ اشاریه ۸۶ سلنه کیږي

فرامرز تمنا ۱۸۰۶۶ چې صفر اشاریه ۹۹ سلنه کیږي

سید نورالله جلیلي  ۱۵۵۲۶ رایې چې صفر اشاریه ۸۵ سلنه کیږي

عبدالطیف پدرام ۱۲۶۰۸ رایې چې صفر اشاریه ۶۹ سلنه کیږي

عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴ رایې چې صفر اشاریه ۶۲ سلنه کیږي

محمد حکیم تورسن ۶۵۰۴ رایې چې صفر اشاریه ۳۶ سلنه کیږي

احمد ولي مسعود۳۹۴۲ رایې چې صفر اشاریه ۲۲ سلنه کیږي

محمد شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې چې صفر اشاریه ۱۸ سلنه کیږي

غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶ رایې چې صفر اشاریه صفر ۹ سلنه کیږي

نور رحمان لیوال بیا یوازې ۸۶۵ رایې وړي چې صفر اشاریه صفر ۵ سلنه کیږي .

دغه لومړنۍ پایلې یواشاریه اته ملیونو څلورویشت زرو او څلور سوه یو رایو له مخې چې د کمیسیون په خبره دغه ټولې بایو میتریک دي اعلان شوې دي .

ټاکنو کمیسیون وايي نوماندان حق لري چې تر راتلونکو درې ورځو پورې دلومړنیو نتایجو په تړاو خپل اعتراضونه او شکایت له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره ثبت ک ړي .

امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو د دې اعلان هرکلی کړی او د افغانانو په مدیریت یې ټاکنې ستایلي دي.

د ټاکنو پروسې په تړاو د افغان ځواکونو ستاینه هم شوې چې دا ځواکونه اوس د دې جوګه دي چې ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.

افغانان هم د ولسواکۍ په دې پروسه خوښ دي چې رای یې ورکړې او د دوی رای سرنوشت سازه ده.

اوس هغه وخت تللی چې خلکو به د ټوپک په زور واک ترلاسه کو، اوس خلک د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکوي او د خلکو په خوښه ولسمشر ټاکل کیږي.

د جمهوریت او ولسواکۍ اصل همدا دی چې ولسمشر او پارلمان د خلکو له لوري ټاکل کیږي او که څوک له دې ولس سره صادقه نه وي، بیا هيڅ رای نه ورکوي.

افغان حکومت او افغان ژمن دي چې جمهوریت به هیڅکله د دیکتاتورۍ قرباني نه کړي او بیا به هیڅکله شاته و نه ګرځي چې خلک ورپسې کیبلونه واخلي او پر خلکو ظلمونه وشي.

Comments