د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

comments 0

هندوکش – کابل: د روان زېږدیز کال له پیل تر اوسه ۲۲ افغان خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تازه راپور ښیي چې په ۲۰۱۸ کال په اولو ۶ میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۸۹ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۲ سلنه لوړوالی ښیي.
د یادې کمېټې د راپور په اساس په دغو پېښو کې ۱۱ افغان خبریالان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې ډیری یې په کابل کې شوي دي.
دغې کمېټې د خبریالانو د وژلو پېښو ترڅنګ د سپکاوي او ناوړه چلند ۱۹ پېښې، د وهلو ډبولو ۱۴، د ټپي کېدو ۱۱، د ګواښلو ۲۸، د نیولو ۵ او له رسنیو څخه په ناقانونه توګه د شړلو یوه پېښه ثبت کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments