د خان اباد بند قرارداد لاسلیک شو

comments 0

هندوکش – کندز: ارګ کې د دویم خان اباد برښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو.
دا تړون د ولسمشر په موجودیت کې د انرژۍ او اوبو وزارت د لینکو انفراتیک په نوم له هندي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی .
ددغه پروژې مالي لګښت پنځه ویشت میلیونه ډالر دی چې د لس اعشاریه څلور میګاواټه برښنا سربیره به څه باندې څلویښت زره هکتاره ځمکه خړوب کړي.
نجیبه سروري

Comments