د حیراتان پر لار خلکو اعتراض کړی

comments 0

هندوکش – کندز: د مزار ـ حیرتان لار تېره ورځ یو شمېر معترضینو تړلې وه.

حیراتان بندر کې د ترکمن قوم یو شمیر مشران وایي، د دغه تجارتي ښارګوټي امنیه قومندان او رییس یې د شخصي ملکیت د غصبولو هڅه کوي.

ترکمنان وایي، په حیرتان بندر کې د خپلې یوې قطعې ځمکې د غصب مخنیوی کاوه چې د حیرتان امنیه قومندان محمد شفیع او ریس بایي جان لخوا وهل شوي هم دي.

د حیرتان امنیه قومندان محمد شفیع بیا یاد تورونه بې بنسټه وبلل او زیاته یې کړه چې یاده ځمکه دولتي ملکیت دی.

هغه زیاته کړه چې د بلخ امنیه قومندانۍ په هدایت سره یې هڅه پیل کړې چې یاد دولتي ملکیت د یو شمیر افرادو له شخصي لاس څخه وباسي.

نجیبه سروري

Comments