د حکومت د کابینې غونډې برښنایي کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان حکومت په پام کې لري چې د کابینې غونډې او اړوندې چارې یې برښنایي کړي.
د چارو د عمومي ریاست د انسجام مرستیال محمد هارون چخانسوري ویلي، د دې سیستم عمده هدف د کابینې د غونډو، وزارتونو او دولتي ادارو ته د ورکړل شویو دندو یووالی او همغږي ده.
چخانسوري ویلي، چې د دې سیستم پر بنسټ به د کابینې د پرېکړو او د جمهور رئیس د لارښوونو په اړه مالومات منسجم کیږي او وزارتونو ته به د پلې کولو لپاره استول کیږي.
د چارواکو په خبره دغه اقدام به د دولتي ادارو د وخت د ضایع کیدو مخنیوی وکړي او د دوی تر منځ به همغږي زیاته کړي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply