د حکومت د مذکراتي ټیم سره لیدنه کې غني هیله څرګنده کړې چې طالبان په تلپاتې اوربند موافقه وکړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: ولسمشر غني وايي، افغانان هیله لري چې د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او تلپاتې اوربند په ټینګېدو باندې توافق وشي.
ولسمشر غني نن چهارشنبه سیپټمبر ۲ (وږې ۱۲) په ارګ کې له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ټېم له غړو سره لیدنه کې ویلي چې د تلپاتې سولې ټینګېدل د ټولو افغانانو هیله ده.
ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو په برخه کې ټولې ژمنې چې نړیوالې ټولنې هیله لرله عملي کړي دي.
هغه د حکومت لخوا د طالب بندیانو ازادول سولې ته د حکومت د ژمنتیا په توګه یاد کړي دي.
د ولسمشر محمد غني ترڅنګ د ملي روغې جوړي عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره په ارګ کې کتلي دي.
ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په نژدې راتلوونکي کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.
ولسمشر غني پرون له یاد پلاوي سره لیدنه کې ویلي: “د دغه پلاوي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پای ته رسول دي چې په وینا خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments