د حکومت اجرایه ریس د کرنیزو محصولاتو پر اهمیت تینګار کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د کرنې وزارت وایي، سږکال د کرنیزو محصولاتو صادرات د ټولو افغاني توکو د صادراتو ۸۰ سلنه وو.
د کرنې وزارت چارواکو د اجراییه رئیس عبدالله په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د خپل کلني راپور په وړاندې کولو سره ویلي، تېر کال د افغانستان کرنیز حاصلات د پام وړ وو.
په غونډه کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د کرنېزو محصولاتو وده او هغوی ته د بازارموندنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې اړوندې ادارې باید د صادراتو په زیاتوالي تمرکز وکړي.
افغانستان په دې وروستیو کې د زعفرانو، انارو، انګورو، مڼو او جلغوزې له کبله سیمې او نړۍ ته صادرات زیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ وزارت ویلي، یوازې تېره جنورۍ میاشت کې له افغانستان څخه د هوایي دهلیزونو له لارې د ۱۶ اعشاریه شپږ میلیونه ډالرو صادرات شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments