د حکمتیار لومړي مرستیال باندې برید شوی

comments 0

هندوکش_کابل: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د حکمتیار ټاکنیز مرستیال حفیظ الرحمن تقي وسله وال برید کې ټپي شوی.
تیره ورځ کابل کې نامالومه وسله والو پر حفیظ الرحمن تقي برید کړی او ویل کېږي، دی او ځینې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د اسلامي حزب یوه ویاند فضل غني حقمل ویلي؛ حفیظ الرحمن تیره ورځ ماښام مهال په کابل کې په نښه شوی دی.
ویل کېږي تقي خپل کور ته په لاره و چې، د کابل دوغ اباد سیمه کې پرې برید وشو.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
عبید رادپور

Comments