د حقانې شبکې د مرکزونو عکسونه خپاره شول

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت مخکیني مشر رحمت الله نبیل په خپل ټویټر پاڼه کې د ډیورنډ کرښې اخوا میرانشا کې د حقاني شبکې د مرکزونو عکسونه خپاره کړي دي.
د ملي امنیت مخکینی مشر، رحمت الله نبیل لیکلي چې دغه سیمه د پاکستان د پوځ تر بشپړ کنټرول لاندې ده چې د طالبانو مرکزونو ساتنه ای ایس ای کوي او دې سیمې ته هر څوک د ننوتلو اجازه نه لري.
نبیل همداراز ادعا کړې چې دلته د حقاني شبکې قوماندانان او مشران یې د پاکستان پوځ مشرۍ لاندې روزنه ګوري.
تر اوسه افغان حکومت او پاکستان په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments