د حقاني شبکې یو مهم قوماندان په پاکستان کې ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستان کې امنیتي چارواکي وایي چې د حقاني شبکې یو مهم قوماندان هوایي برید له امله ووژل شو
قوماندان عمر د حقاني شبکې یو مهم غړې چې د ابوبکر مستعار نامه تر لاندې افغانستان او پاکستان کې فعالیت کاوه د پاکستانۍ امنیتي سرچینو په ویناد امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوې دې.
د پاکستان د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د حقاني شبکې نوموړې قوماندان د هنګو ښار د سپین تل سیمې د دیوال په کلي کې وژل شوی دی.
ځايي خلک وایې چې پدې برید کې د عمر مشهور په ابوبکر زوی او دوه تنه نور هم ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې د حقاني شبکې دا قومندان په اصل کې د افغانستان په خوست ولایت کې زیږیدلی خو نوموړي زیاتره افغانستان کې فعالیت کاوه.
په دې اړه بیا د امریکا متحده ایالاتو او حقاني شبکې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د خونړي ځانمرګي برید پړه چې له امله يي تر ۱۵۰ تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول افغان حکومت د حقاني په شبکې اچولې وه. سره ددې چې د حقاني شبکې دا برید رد کړی وه خو افغان حکومت وايی چې پدې اړه کره اسناد او شواهد لري چې دا برید د حقاني د شبکې لخوا شوی دی.
فریده خپلواک – پاکستان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply