د حقاني شبکې یو سرګروپ ووژل شو

comments 0

هندوکش – خوست: خوست کې د سپېرې ولسوالۍ ولسوال وایي، د حقاني شبکې يو سرګروپ لعل مير ناپېژانده کسانو له خپل ساتونکي سره يو ځای وژلی دی.
د سپېرې ولسوال محمد عظيم وايي، پېښه پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د يادې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې شوې ده.
چارواکي وايې، څرګنده نه ده چې نوموړی کومه خوا روان وو، خو د سپېرې او ګيان ولسواليو ترمنځ سرحدي نقطه ځنګليزه سيمه کې نامعلومه کسانو وژلي او ممکن له طالبانو او یا داعش سره یې نښته کړې وي.
ويل کيږي دغه کس د حقاني شبکې د ۱۵ کسيزې ډلې مشري کوله.
عمران احمدزۍ

Comments

Leave a Reply