د حقاني شبکې په یو ګروپ برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې د حقاني شبکې تر شلو زیات وسلوالو وژل شوي.
دپکتیکا دامنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال دادالله هوتک وویل، دا بریدونه تېره شپه د ګیان ولسوالۍ د ټنډي هوټل او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.
هوتک وايي، د وژل شویو دقیق شمېر ندی څرګند خو مالومات ښايي چې تر شلو زیات د حقاني شبکې غړي پکې وژل شوی دي.
پکتیکا یو له هغو ولایتونو دی چې د حقاني شبکه پکې فعالیت کوي او افغان ځواکونه یې پروړاندې جګړه کوي چې دا ډله فعالیت ته پرینږدي.
حقاني شبکه د پاکستان له څارګرې ادارې امر اخلي او په افغانستان کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply