د حقاني شبکې غړی او د هدفي وژنو مسوول ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا رسنیز دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه وايي، چې په هدفي وژنو کې ښکېل د حقاني شبکې يو مهم غړی پکتیا ولایت کې ونيول شو.
خبر پاڼه وايي، چې امنيتي ځانګړو ځواکونو د پکتيا ولايت کې د حقاني شبکې هغه ترهګر نيولی، چې په هدفي وژنو کې ښکیل وو.
خبر پاڼه زیاتوي، چې له ياد کس سره د پکتيا ولايت د احمد آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو يو غړی هم نيول شوی.
د خبر پاڼه په خبره، له يادو کسانو سره يو ميل تومانچه، يوه عراده موټرسايکل او يو شمېر مهم اسناد هم نيول شوي دي.
عمران احمدزی

Comments