د حقاني شبکې د مشر غږيز پیغام او د کوټې شورا د انزوا پیل:سعيدالله سنګريار

comments 0

په ټولنیزوپاڼو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني غږيز پيغام ډير زیات لاس په لاس شو او ډيرو رسنیو پرې خبر درلود خو هغه باریکي چې لا هم ډيرې رسنۍ ورته نه دي متوجې هغه داده چې چې په طالبانو کې د ننه د حقاني شبکه بیخي يو بيل جوړښت دی او دا په کوټه کې ناست د رياست او معاونيت په پوسټونو ټاکل شوي ملیان يوازې سمبولیک دي.

د حقاني شبکې مشر په دې غږیز پيغام کې له کوم منطقي دلیل پرته په کابل، هرات او ځينو نورو سیمو کې د دوی له لوري شوي بريدونه په داسې حال کې رد کړي دي چې د بریدونو نوعيت او د نيول شویو کسانو اقرار له ورايه ددې ښودنه کوي چې ورته خونړي بريدونه له آی اس آی او حقاني شبکې پرته بلڅوک نشي کړای بله مهمه خبره هم داده چې د حقاني شبکې ټول تشکيلات په ولايتونو کې هم د وحشت په نوعيت کې تر نورو ډير وحشي دي.

د حقاني شبکې د مشر دا غږيز پيغام ماته څه چې ډيرو نورو ته ځکه د حیرانتيا وړ دی چې تر دې مخکې به په ډيرو سترو موضوعاتو باندې هم طالب مشرانو خپل نظر نه ورکاوو ښه به مو په ياد وي چې کله  درې کاله مخکې ملا عمر و وژل شو او وژل کيدل يي مبهم پاتې شول اخترمحمد منصور په همدې موده کې د مبهم ملاعمر په نوم پيغامونه خپرول،د اختر او روژې مبارکيانې به راتلې، که څه هم لوړپوړي طالب مشران لکه منصوردادالله او نور لا وختي د ملاعمر په مرګ خبر وو او څو ځلې يي په کنايي شکل دا خبره را پورته هم کړه ولې د پکتيا له مولوي وثيق(ذبیح الله مجاهد) پرته بل چا پرې نه نظر ورکړ او نه يي د دروغ يا رښتيا د ثبوت لپاره هڅه وکړه، خو دا چې سراج الدين حقاني اوس د خپلې شبکې سپیناوی خپله کوي دا د دې ښودنه کوي چې نه مولوي وثيق ( ذبیح الله  مجاهد) ددې شبکې وياند دی او نه يي هم په ډيرو خبرو باندې کوټې شورا او تش په نوم ټاکل شوی مشر ملاهبت الله خبر دی او نه ورته دا مهمه ده چې هره خبره دې رسنیزه کړي.

سراج الدين حقاني چې په پیچلې ډول د آی اس ای او روسانوپټ ورکول شوی ماموريت په مبهم ډول پر مخ بیايي وار د مخه يي لا په کابل، خوست او وزیرستان کې د ځان لپاره يوه قوي تبلیغاتي شبکه هم جوړه کړې چې د دوی په اړه يوه نيمه مقاله  او يا افسانه هم ليکي.

سراج الدین حقاني په پاکستان دومره منل شوی دی چې اوس د آی اس آی د کوټې د برخې چينلونه او کرنيلان هم لکه کرنیل طارق او دا نور له نوموړي سره مخامخ په جریان کې دي او چې کله هم له وزیرستان څخه کوټې ته خوځيږي په کوټه کې ورته خاص تدابیر نيول شوي وي او وار له مخه مشخص کسان دده د امنيت او ملاقاتخونې د امنيت په خاطر ګمارل شوي وي.

په کوټه کې هم له نورو مدارسو پرته په بغرارود کې د مولوي احمد کندهاري مدرسه په مشخص ډول حقان شبکې ته ځانمرګي بریدګر روزي،همداسې په کندز کې د مولوي سلام وژل کيدل، په هلمند کې د مولوي منان خپل سري، په ارزګان کې د خيلونو تر منځ د طالب او دولت په نوم نښته، د ملاګل آغا تيښته، ایراني چینلونو ته د صدرابراهیم او مولوي نيک محمد يوازې يوازې ورتلل هغه موارد ووچې په تدريجي ډول يي د مدرسې په تدريس کې سپین ږیری شوی هبت الله په رسمي ډول يو کمزوری او احساساتي مدير معرفي کړ او مبهم سراج الدين حقاني يي رامخې ته کړ.

اوس اوس په ډيرو ولايتونو کې که څه هم د کوټې شورا ژمن کسان ډير دي ولې وينو چې په تدريجي ډول يا حقاني شبکې ته ورځي او يا هم د مولوي جلیل مقدس،کاکي،مولوي عبدالسلام، مولوي لعل،مولوي حيات میر او نورو له وژل کيدو ښکاري چې حقاني شبکه ځينې کسان حذفول هم غواړي او وارله مخه خو يي پيل په پکتيا کې د سرې خطې په نوم د پاکستان ځانګړې روزل شوې ډلې کړی دی او هره ورځ يي د يو طالب مشر پښې په سر ور اړولي وي.

په هر حال که څومره هم په دې مسله باندې بحث وشي شونې ده ډير موضوعات ترې را ښکاره شي ولې هغه څه چې اظهر من الشمس دي هغه داده چې يو لوري ته کوټې شورا د  انزوا لوري ته تلې او بل لوري ته هم  د طالبانو د وحشتونوهغه افغاني او ديني الټرنټيف نور روسي، ایرانی او پنجابی شوی دی.

Comments

Leave a Reply