د حقاني شبکې اوه تنه غړي پکتیا کې نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د ملي امنیت لوی ریاست نه په خپور شوي خبرپانه کې راغلي چې د ملي امنیت لوی ریاست ځانګرو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د حقاني شبکې اوه تنه فعال غړي نیول شوي دي.
د خبر پر بنسټ دغه اوه نفري ډله هر یو
– اشرف د طاووس زوی
– سلطان جان مشهور په چچۍ د حاجی مرجان زوی
– شکرالله د عصمت الله زوی
– سید الله د رحمت الله زوی
– نجیب الله د عنایت الله زوی
– فضل الله د محمد جمیل زوی
او معظوم الدین د روز الدین زوی ویل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې دغې ډلې قصد درلوده چې ترهګریز برید د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې ترسره کړي چې امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
خبر کې راغلي چې نوموړو پر خپل جرم اعتراف کړې او ویلي دي چې غازي او جهادیار د حقاني شبکې دوه قومندانان له پاکستانه راغلي ول ترڅو پکتیا کې ترهګریز برید ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم د ملي امنیت لوی ریاست په ځانګړو عملیاتو کې د حقاني شبکې ځیني فعال غړي نیول شوي ول.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply