د حسن مبارک زامن ونیول شول

comments 0

هندوکش – مصر: د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک زامن پولیسو ونیول.
د پخواني ولسمشر زمن تورن دي چې د پیسو د بازار په ګډوډولو کې لاس لري او د ۲۰۱۲ د فساد قضیه یې هم پر وړاندې بیا پرانیستل شوې ده.
د حسني مبارک پر دغو دوو زامنو دا هم تور دی چې په ۲۰۱۵ م کال کې له حکومت له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او ۱۲۵ میلیونو مصري پونډو په بې ځایه لګولو سره په درې تر څلور کلونو بند محکوم شوي ول
د حسني مبارک له زمنو سره درې نور کسان هم د ۱۱۵ میلیونو ډالر د اختلاس په تور نیول شوي دي.
د حسني مبارک دغه زامن به راتلونکې یوې میاشت کې د محکمې ته حاضرېږي.
محمد حنیف بیدار

Comments