د حزب اسلامي مشر دوستم سره خبرو لپاره ترکیې ته تللې

comments 0

20 Views

هندوکش – کابل: د احمد ایشچې جنسې زورونې په تور د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د پخلاینې په موخه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ترکیې ته په یوه سفر تللې.
د رارسیدلې ریپورتونو پر بنسټ یاد سفر کې د ګلبدین حکمتیار ملټیا د جنبش ملي غړې او کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي کوي.
ویل کېږي د حزب اسلامي مشر او فیض الله ذکي د ولسمشر محمد اشرف غني په امر ترکیې ته تللي تر څو له جنرال دوستم سره وګوري او هېواد ته د هغه د بېرته راتګ په اړه ورسره خبرې وکړي.
تر دې دمه د حزب اسلامي او حکومت رسمي سرچینو دغه خبر نه دی تایید کړی.
حکومت په تېرو څو میاشتو کې بېلابېل پلاوي له جنرال دوستم سره د خبرو لپاره ترکیې ته لېږلي خو تر دې دمه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
هېره دې نه وي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په لومړیو کې د درملنې په پلمه ترکیې ته تللی و خو پر نوموړي د احمد ایشچې د جنسې زورونې تورنو هغه دې ته اړ کړ چې د ډېرې مودې لپاره په ترکیه کې پاتې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments